کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تخار کې يوه پوځي چورلکه نسکوره شوې

12 سنبله 1399 ساعت 9:01

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د دوي یوه پوځي چورلکه د تخار ولایت په رستاق ولایت کې د "تخنیکي ستونزو" له کبله نسکوره ده.

د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ، سپټمبر ۱ (وږی۱۱) په یوې اعلامیې کې لیکلي چې MI17 ډوله چورلکه له کندز نه تخار ته روان وه چې د کښېناستو پر مهال نسکوره شوه.

اعلامیې کې راغلي چې ددغې پېښې له کبله د چورلکې سورلۍ ته زیان ندی رسیدلی.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري خبریالانو ته ویلي دي چې دغې چورلکې د افغان پوځیانو مړي انتقالول.

څه موده مخکې، د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د افغانستان د پوځ «بلک هاک» چورلکه نسکوره شوې وه چې له کبله یې پنځه تنه ووژل شول.

لدې وړاندې، د فراه په ولایت کې هم یوه پوځي الوتکه نسکوره شوې وه چې له کبله یې دوه پیلوټان ووژل شول.

د دفاع وزارت په اعلامیې کې راغلي چې د تخار د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي دي او جزئیات به یې د څېړنو له پای ته رسېدو وروسته خپاره شي.



د مطلب کود: 217997

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217997/تخار-کې-يوه-پوځي-چورلکه-نسکوره-شوې

آوا
  https://www.avapress.com