دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۵
د مطلب کود : 217682
مولوی عبدالسلام حنفي او د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو
د امارت د سیاسي دفتر مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي او ورسره مل هئیت یې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو او مل هئیت سره په دوحه کې وکتل. په یاد ملاقات کې دواړه خواوو د افغانستان په روان وضعیت تفصیلی خبرې وکړې. د ناټو ملکي استازي وویل چې دناټو سازمان د دوحې تړون ته پوره ژمنتیا لري. همدارنګه، د اسلامي امارت هئیت هم د ددوحې د توافقنامې د عملي کولو ډاډ ورکړ.
https://avapress.com/vdcbwzb55rhb80p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته