د امارت د سیاسي دفتر مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي او ورسره مل هئیت یې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو او مل هئیت سره په دوحه کې وکتل. په یاد ملاقات کې دواړه خواوو د افغانستان په روان وضعیت تفصیلی خبرې وکړې.
د ناټو ملکي استازي وویل چې دناټو سازمان د دوحې تړون ته پوره ژمنتیا لري. همدارنګه، د اسلامي امارت هئیت هم د ددوحې د توافقنامې د عملي کولو ډاډ ورکړ.