دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 217635
خټک :طالبان، که افغان حکومت ته اداره وايې دوی خپله د پنجاب لاس پوڅي دي
مخکښ سياستوال او د پاکستان د مشرانو جرګي پخوانی غړي افراسياب خټک وايلي چې طالبان افغان حکومت د کابل اداره وايې خو دوی په خپله د پنجاب لاس پوڅي او د پاکستاني پوځ ميلشي دي. ښاغلی خټک چې تيره ورځ د افغانستان له ملي تلويزون سره د سولي په راتګ له مرکه کوله هغه په خپلو خبرو کې وويل چې د افغانستان دولت يو رسمي دولت دی د ملګرو ملتونو سازمان او ټولي نړلۍ په رسميت پيژندلی دی.

خو د ښاغلي خټک په خبره طالبان د پاکستاني پوځ په اشکاره نه غواړي د افغانستان اوسنۍ دولت ومني. 

دی زياتوي چې طالبانو ته د پاکستان اساسي شرط دا دی چې په هر ډول وي بايد د افغانستان اوسنۍ نطام ړنګ کړي.

ښاغلي خټک د خبريال ددې پوښتني په ځواب کې چې که په افعانستان کې که اوسنی نظام منحل او يو نوی اساسې قانون رامنځته شي په سيمه او نړۍ به يې څه تاثير وي.

هغه ددې پوښتني په ځواب کې وويل چې په هيڅ صورت بايد د افغانستان سياستوال دا ونه مني چې اوسني نظام دې منحل شي ځکه دده په خبره د نطام ړنګيدا او منحليدا ډير خراب عواقيب درلودلای شي هغه د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ مثال ورکړ او ويې ويل چې تر اوسه بيا په افغانستان کې سم او په خپلو پښو ولاړ نظام نه دی راغلی.

د هغه په خبره د حکومتونه ادلون بدلون خو د سياست نړۍ يوه عامه خبره ده که حکومتونه که تغير کوي دا د يوه هيواد دبقا لپاره کوم بد خبر نه دی بلکي شايد د حکومت تغير د هغه هيواد د بقا لپاره ډير ګټور تمام شي. 

خو د نظام له منځه تګ يو هيواد له سياسي فلج سره مخ کوي.

ښاغلی خټک طالبانو ته په اشارې وويل چې که هر ډله غواړي واک ته ورسيږي نو له سياسي لارو چارو ځحه دې ګټه واخلي جنګ د قدرت د نيولو لار نه ده.

د پاکستان د مشرانو جرګي پخوانی غړی افراسياب خټک دغه څرګندونې په داسي کوي چې دری ورځي مخکې د پاکستان په غوښتنه طالب مشرانو د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته سفر وکړ.

چې د طالب مشرانو پلاوي د پاکستان د استخباراتي اداري له مشر او د پاکستان د کورنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره وليدل.

که څه هم ددې سفر اصلي اجنډا معلومه نه وه خو د طالبانو د قطر دفتر وياند سوهيل شاهين رسنيو ته ويلي چې د طالب مشرانو د سفر موخه له پاکستاني چارواکو سره په افغان سوله خبري کول دي.
https://avapress.com/vdcjtae8iuqevmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته