طالبانو د بينالافغاني خبرو لپاره چې ټاکل شوې ډېر ژر په دوحه کې پيل شي، ۲۰ کسيز مذاکراتي پلاوی بشپړ کړ.
د دې پلاوي مشر شيرمحمد عباس ستانکزي اسوشيتيد پرېس خبري اژانس ته ويلي، چې دغه پلاوي ته پوره واک او صلاحيتونه ورکړل شوي دي او آن کولای شي له افغان حکومت سره تړونونه لاسليک کړي.
په دې ۲۰ کسیز پلاوي کې ۱۳ یې د طالبانو د رهبري شورا غړي دي.
ستانکزي ويلي، د خبرو ډله واک لري چې د مذاکراتو لپاره اجنډا وټاکي، په ستراتېژۍ پرېکړه وکړي او حتا له افغان حکومت سره تړونونه لاسليک کړي.
ستانکزي ويلي، دوی په بشپړ ډول خبرو اترو ته چمتو دي او اوس له امريکا غواړي څو په افغان حکومت فشار راوړي چې له خنډونو جوړولو لاس واخلي، زندانيان خوشي کړي او بينالافغاني خبرو ته چمتو شي.