په بلخ ولایت په ځانګړي توګه مزار شریف ښار کې د نا امنیو او جنایي پيښو زیاتیدل، خلکو ته اندیښنې پیدا کړي دي.
د مزارشریف اوسیدونکي وایي سیمه ییز حکومت هغلته د امنیت ټينګښت لپاره قوي اراده نه لري.
د بلخ د ولایتي شورا غړې، طاهره حقجو وايي د جنایي جرمونو کچې کمیدو لپاره پکار دي چې د معافیت کچه کمه شي او نیول شوو مجرمینو ته سزا ورکړل شي.
دا په داسې حال کې دي چې په بلخ کې پولیس وایي څه باندې ۴۰ تنه یې د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.
د بلخ د پولیسو په وینا په تیره یوه میاشت کې نږدې ۶۳ تنه د وژنې، غلاوو او ځينو نورو کړنو په تور نیول شوي دي.