دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 217290
لغمان کې ٥ سیمه اییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی وایي، تېره شپه د دې ولایت په علینګار ولسوالۍ کې طالبانو د چینچار پل سیمه کې د سیمه اییزو پولیسو پر پوستو بریدونه کړي. ښاغلی دولت زی وایي، په نښته کې دوه پولیس وژل شوي او درۍ ټپیان دي، نوموړی مخالف لوري ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا هم کوي.
https://avapress.com/vdcgyu9xzak9qx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته