دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 217289
د عامه نظم پخوانی قومندان زمری پيکان ونيول شو
د کورنیو چارو وزارت وياند طارق ارين له AVA سره خبرو کې تاييد کړه چې د عامه نظم پخوانی قومندان جنرال زمری پيکان د ملي امنيت له لوري تېره شپه نيول شوی دی. پيکان د ۱۳۹۶ لمريز کال د لېندۍ مياشتې په ۱۲مه له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له لوري په ۸ کاله او ۶ مياشتې بند محکوم شوی و، خو نوموړي دا حکم نه و منلی او د بند تېرولو ته نه و حاضر شوی. پر نوموړي تور و چې له خپلې دندې يې ناوړه استفاده کړې او دغه راز د يوه پوليس په وژلو کې ښکېل دی. هغه مهال له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمه کې د مقتول ورور هم شاهدي ورکړه چې د هغه ورور په وژنه کې زمری پيکان ښکېل و. محکمې دغه راز د پيکان ۹ ساتونکي هم چې په دې وژنه کې ښکېل و له يو تر ۷ کلونو په بند محکوم کړي وو.
https://avapress.com/vdcevf8wojh8zwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته