کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عامه نظم پخوانی قومندان زمری پيکان ونيول شو

2 سنبله 1399 ساعت 10:01

د کورنیو چارو وزارت وياند طارق ارين له AVA سره خبرو کې تاييد کړه چې د عامه نظم پخوانی قومندان جنرال زمری پيکان د ملي امنيت له لوري تېره شپه نيول شوی دی.

پيکان د ۱۳۹۶ لمريز کال د لېندۍ مياشتې په ۱۲مه له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له لوري په ۸ کاله او ۶ مياشتې بند محکوم شوی و، خو نوموړي دا حکم نه و منلی او د بند تېرولو ته نه و حاضر شوی.

پر نوموړي تور و چې له خپلې دندې يې ناوړه استفاده کړې او دغه راز د يوه پوليس په وژلو کې ښکېل دی.

هغه مهال له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمه کې د مقتول ورور هم شاهدي ورکړه چې د هغه ورور په وژنه کې زمری پيکان ښکېل و.

محکمې دغه راز د پيکان ۹ ساتونکي هم چې په دې وژنه کې ښکېل و له يو تر ۷ کلونو په بند محکوم کړي وو.



د مطلب کود: 217289

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217289/د-عامه-نظم-پخوانی-قومندان-زمری-پيکان-ونيول-شو

آوا
  https://www.avapress.com