دخپریدو نیټه :شنبه ۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 217227
د يو شمېر سياسي څېرو لېست خپور شوی چې ګواکې طالبان يې له منځه وړي
په ټولنيزو رسنيو تازه د يو شمېر پخوانيو حکومتي چارواکو او سياسي څېرو لېست خپور شوی چې ګواکې طالبان غواړي دوی هدف وګرځوي او له منځه يې يوسي. دغه نوملړ د ملي امنيت پخواني مشر رحمت‌الله نبيل او د ماليې پخواني وزير حضرت عمر زاخېلوال هم چې نومونه يې په دې لېست کې شامل دي، پر خپلو ټوېټرونو خپور کړی دی.
په دې لېست کې د ملي امنيت د پخواني مشر رحمت‌الله نبيل، د ماليې د پخواني وزير حضرت عمر زاخېلوال، د اطلاعاتو او فرهنګ د پخواني وزير عبدالکريم خرم، قاضي محمد امين وقاد، د ولسي جرګې د پخواني غړي همايون همايون، احمدضيا مسعود، له ازادو رسنيو د ملاتړ ټولنې يا نی مشر مجيب خلوتګر، د پوهنتون استاد فيض محمد ځلاند، سياسي مبصرينو نظر محمد مطمئن، ولي‌الله شاهين، خليل ساپي، د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل، اصف اشنا، ډاکټر فياض صافي او پخواني طالب چارواکي سيداکبراغا نومونه شامل دي.

په دې لېست کې څرګنده شوې چې ګواکې د طالبانو د فرهنګي کمېسيون په وړانديز او د مشرتابه په تاييد د طالبانو استخباراتو مرکزي حوزې ته لېږل شوی دی او هغوی ته امر شوی چې دا کسان دې له منځه يووړل شي.

اخوا رحمت‌الله نبيل د دې لېست په تړاو په خپل ټوېټر ليکلي:

موږ د کورنیو او بهرنیو اجیرو ډلو په دې احمقانه لوبه ښه پوهیږو!

د دې تر څنګ حضرت عمر زاخېلوال په دې تړاو پر خپل ټوېتر ليکلي:

پوه دې شي چې پوهیږو چې دا لیک په کابل کې د کومې کړۍ کار دی او د کوم نیت آستازیتوب کوي. ګواښ مو جدي نیسو او پرې بې تفاوته نه پاتې کیږو!

د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين دغه لېست رد کړی او هغه يې د حکومتي کړيو کار بللی دی.

افغان حکومت بيا تر دې مهاله په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې.
https://avapress.com/vdcgxu9xuak9qx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته