کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د يو شمېر سياسي څېرو لېست خپور شوی چې ګواکې طالبان يې له منځه وړي

1 سنبله 1399 ساعت 10:51

په ټولنيزو رسنيو تازه د يو شمېر پخوانيو حکومتي چارواکو او سياسي څېرو لېست خپور شوی چې ګواکې طالبان غواړي دوی هدف وګرځوي او له منځه يې يوسي.

دغه نوملړ د ملي امنيت پخواني مشر رحمت‌الله نبيل او د ماليې پخواني وزير حضرت عمر زاخېلوال هم چې نومونه يې په دې لېست کې شامل دي، پر خپلو ټوېټرونو خپور کړی دی.


په دې لېست کې د ملي امنيت د پخواني مشر رحمت‌الله نبيل، د ماليې د پخواني وزير حضرت عمر زاخېلوال، د اطلاعاتو او فرهنګ د پخواني وزير عبدالکريم خرم، قاضي محمد امين وقاد، د ولسي جرګې د پخواني غړي همايون همايون، احمدضيا مسعود، له ازادو رسنيو د ملاتړ ټولنې يا نی مشر مجيب خلوتګر، د پوهنتون استاد فيض محمد ځلاند، سياسي مبصرينو نظر محمد مطمئن، ولي‌الله شاهين، خليل ساپي، د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل، اصف اشنا، ډاکټر فياض صافي او پخواني طالب چارواکي سيداکبراغا نومونه شامل دي.

په دې لېست کې څرګنده شوې چې ګواکې د طالبانو د فرهنګي کمېسيون په وړانديز او د مشرتابه په تاييد د طالبانو استخباراتو مرکزي حوزې ته لېږل شوی دی او هغوی ته امر شوی چې دا کسان دې له منځه يووړل شي.

اخوا رحمت‌الله نبيل د دې لېست په تړاو په خپل ټوېټر ليکلي:

موږ د کورنیو او بهرنیو اجیرو ډلو په دې احمقانه لوبه ښه پوهیږو!

د دې تر څنګ حضرت عمر زاخېلوال په دې تړاو پر خپل ټوېتر ليکلي:

پوه دې شي چې پوهیږو چې دا لیک په کابل کې د کومې کړۍ کار دی او د کوم نیت آستازیتوب کوي. ګواښ مو جدي نیسو او پرې بې تفاوته نه پاتې کیږو!

د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين دغه لېست رد کړی او هغه يې د حکومتي کړيو کار بللی دی.

افغان حکومت بيا تر دې مهاله په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې.


د مطلب کود: 217227

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217227/د-يو-شمېر-سياسي-څېرو-لېست-خپور-شوی-چې-ګواکې-طالبان-يې-له-منځه-وړي

آوا
  https://www.avapress.com