دخپریدو نیټه :شنبه ۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 217223
کورنیو چارو وزارت: د کابل د دوو حوزو آمرین او منسوبین له دندو لرې شول
د کابل د دوو حوزو امرین او ۱۶ نور پولیس له دندو لرې شول د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې په دندو کې د غفلت له کبله یې د کابل ښار د ۱۶مې او ۱۷مې حوزې آمرین او نور منسوبین یې له دندو لرې کړي دي. د دغه وزارت ویاند طارق ارین په خبره دغه پرېکړه د وزارت د امنیتي مرستیال پاسوال عبدالصبور قانع د کابل له امنیتي مشوولینو سره د لیدنې پر مهال کړې ده. سرچېنه زیاتوي چې د یادو حوزو امرین له ۱۶ نورو منسوبینو سره له دندو لرې او پلټنو ته معرفي شول. په ورته مهال امنیتي مرستیا عبدالصبور قانع د کابل امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ښار د امنیت لپاره جدي اقدامات او خپلې هڅې لاپسې ګړندۍ کړي. د دغو حوزو امنیتي امرین او منسوبین داسې مهال له دندو ګوښه کېږي چې د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۱مې کالېزې پر مهال د کابل ښار پر مرکزي سیمو شاوخوا ۱۶توغندي ولګیدل جې له کبله یې درې تنه ووژل شول او ۱۶تنه نور یې ټپیان کړل.
https://avapress.com/vdccimqi12bqsi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته