دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 217167
پنټاګون: طالبانو لا هم له القاعدې سره اړیکې لري
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت خپل تازه راپور کې ویلي دي چې طالبان لا هم له القاعدې ډلې سره اړیکې لري. دغه راپور کې همداراز راغلي:«داسې نښکاري چې طالبانو د القاعدې په ګډون طالبانو د ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکوڼ په تړاو خپلې ژمنې عملي کړې وي.»


د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې شوې هوکړې له مخې، یادې ډلې ژمنه کړې چې له القاعدې ډلې سره به خپلې اړیکې پرې کوي.

د پنټاګون د څېړنې دفتر سرپرست، شان اودونل د دغه هېواد کانګرس ته راپور کې ليکلي دي:«ملګرو ملتونو او د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ، دواړو راپور ورکړی چې طالبان د القاعدې ډلې ملاتړ ته دوام ورکوي او ان پر افغان ځواکونو د بریدونو په تړاو سره همغږي کوي.»

طالبانو دغه راپور رد کړی دی.

مخکې له دې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي وو چې لا هم طالبان له القاعدې ډلې سره اړیکه لري.

د یاد بنسټ راپور کې راغلي وو چې القاعده له امریکا متحده ایالاتو سره د سولې خبرو ته د طالب مشرانو له پامه په اندېښنه کې دي.

همداراز د روان کال چنګاښ میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت د افغانستان امنیتي حالت په تړاو راپور کې چې د دغه هېواد کانګرس ته یې استولی وو، طالبان یې په کې له القاعدې دلې سره د اړیکو په ساتلو تورن کړل.

راپور کې راغلي وو چې د سیمې ترهګرې ډلې او القاعده له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري او پر امریکايي او د واشنګټن همکارو ځواکونو باندې بریدونو کې "اوږدمهاله ګټې" لري.
https://avapress.com/vdcjmae8auqevvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته