کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنټاګون: طالبانو لا هم له القاعدې سره اړیکې لري

30 اسد 1399 ساعت 15:38

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت خپل تازه راپور کې ویلي دي چې طالبان لا هم له القاعدې ډلې سره اړیکې لري.

دغه راپور کې همداراز راغلي:«داسې نښکاري چې طالبانو د القاعدې په ګډون طالبانو د ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکوڼ په تړاو خپلې ژمنې عملي کړې وي.»




د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې شوې هوکړې له مخې، یادې ډلې ژمنه کړې چې له القاعدې ډلې سره به خپلې اړیکې پرې کوي.

د پنټاګون د څېړنې دفتر سرپرست، شان اودونل د دغه هېواد کانګرس ته راپور کې ليکلي دي:«ملګرو ملتونو او د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ، دواړو راپور ورکړی چې طالبان د القاعدې ډلې ملاتړ ته دوام ورکوي او ان پر افغان ځواکونو د بریدونو په تړاو سره همغږي کوي.»

طالبانو دغه راپور رد کړی دی.

مخکې له دې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي وو چې لا هم طالبان له القاعدې ډلې سره اړیکه لري.

د یاد بنسټ راپور کې راغلي وو چې القاعده له امریکا متحده ایالاتو سره د سولې خبرو ته د طالب مشرانو له پامه په اندېښنه کې دي.

همداراز د روان کال چنګاښ میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت د افغانستان امنیتي حالت په تړاو راپور کې چې د دغه هېواد کانګرس ته یې استولی وو، طالبان یې په کې له القاعدې دلې سره د اړیکو په ساتلو تورن کړل.

راپور کې راغلي وو چې د سیمې ترهګرې ډلې او القاعده له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري او پر امریکايي او د واشنګټن همکارو ځواکونو باندې بریدونو کې "اوږدمهاله ګټې" لري.


د مطلب کود: 217167

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217167/پنټاګون-طالبانو-لا-هم-له-القاعدې-سره-اړیکې-لري

آوا
  https://www.avapress.com