دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 217138
غني: که بنديان خوشي شي، امريکا او برېتانیا کې به د نشه‌يي توکو سېلابونه جاري شي
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ښايي د يو شمېر طالب بنديانو تر خوشي کېدو وروسته په برېتانیا او اروپا کې د نشه‌يي توکو سېلابونه جاري شی او هغه مهال به يې مسووله امريکا او د ناټو غړي هېوادونه او د دوی مشران وي. ولسمشرغني د بریتانیا له ټایمز ورځپانې سره په تازه مرکه کې ویلي، که چېرې د نشه‌یي توکو قاچاق د امریکا ساحلونو، بریتانیا او اروپا ته ورسېږي، نو بیا باید ومنل شي چې دا به د دې زندانیانو د خوشي کېدو پایله وي او ملامتي به یې هم د نړیوالې ټولنې په غاړه وي.

نوموړي دغه راز ویلي، سوله په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ختمېدو په معنا ده، نه دا چې د تاوتریخوالي یو بل پړاو پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاتې طالب بندیانو له خلاصون سره ځينو هیوادونو مخالفت ښودلی او په افغان حکومت یې غږ کړی چې دغه بندیان خطرناک دي او د دوی د اتباعو په وژنو کې لاس لري چې په وینا یې باید خوشي نه شي.
https://avapress.com/vdchxqni623nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته