کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غني: که بنديان خوشي شي، امريکا او برېتانیا کې به د نشه‌يي توکو سېلابونه جاري شي

30 اسد 1399 ساعت 11:25

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ښايي د يو شمېر طالب بنديانو تر خوشي کېدو وروسته په برېتانیا او اروپا کې د نشه‌يي توکو سېلابونه جاري شی او هغه مهال به يې مسووله امريکا او د ناټو غړي هېوادونه او د دوی مشران وي.

ولسمشرغني د بریتانیا له ټایمز ورځپانې سره په تازه مرکه کې ویلي، که چېرې د نشه‌یي توکو قاچاق د امریکا ساحلونو، بریتانیا او اروپا ته ورسېږي، نو بیا باید ومنل شي چې دا به د دې زندانیانو د خوشي کېدو پایله وي او ملامتي به یې هم د نړیوالې ټولنې په غاړه وي.



نوموړي دغه راز ویلي، سوله په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ختمېدو په معنا ده، نه دا چې د تاوتریخوالي یو بل پړاو پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاتې طالب بندیانو له خلاصون سره ځينو هیوادونو مخالفت ښودلی او په افغان حکومت یې غږ کړی چې دغه بندیان خطرناک دي او د دوی د اتباعو په وژنو کې لاس لري چې په وینا یې باید خوشي نه شي.


د مطلب کود: 217138

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217138/غني-بنديان-خوشي-شي-امريکا-او-برېتانیا-کې-د-نشه-يي-توکو-سېلابونه-جاري

آوا
  https://www.avapress.com