دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 216988
غور: مرغاب ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې
له غور ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت مرغاب ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې. یوې امنیتي سرچینې خبري آژانس ته ويلي، چې طالبانو تېره شپه د مرغاب ولسوالۍ په دفاعي پوستو ډلیز بریدونه پیل کړي وو چې تر نن ماسپښین پورې د دواړو لوریو ترمنځ درنه جګړه روانه و؛ خو وووسته د ولتي عسکرو د ولسوالۍ مرکز او منیه قومندانۍ څخه شاتګ کړی. له بل لوري د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ ولسوال (محمدموسی کلیم) خبري رسنیو سره په خبرو کې ويلي، چې د مرغاب ولسوالۍ تر سقوط وروسته امنیه قومندان له خپلو وسلوالو سره د دوی ولسوالۍ ته ور تښتېدلی دی. د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي هم په خپله ټویټر پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره د مرغاب ولسوالۍ نیول تاييد کړي او زیاته کړې یې ده: “تیره شپه د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ مرکز سمک او امنیه قومنداني د اسلامي امارت د مجاهدینو په لاس فتح شول د دښمن ګڼ عسکر پکې مړه او ژوبل شول او پاتې نور یې وتښتیدل، ګڼ مهمات، او وسلې هم د مجاهدینو لاس ته ورغلې.”
https://avapress.com/vdcjome8ouqevhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته