کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غور: مرغاب ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې

28 اسد 1399 ساعت 9:50

له غور ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت مرغاب ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې.
یوې امنیتي سرچینې خبري آژانس ته ويلي، چې طالبانو تېره شپه د مرغاب ولسوالۍ په دفاعي پوستو ډلیز بریدونه پیل کړي وو چې تر نن ماسپښین پورې د دواړو لوریو ترمنځ درنه جګړه روانه و؛ خو وووسته د ولتي عسکرو د ولسوالۍ مرکز او منیه قومندانۍ څخه شاتګ کړی.

له بل لوري د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ ولسوال (محمدموسی کلیم) خبري رسنیو سره په خبرو کې ويلي، چې د مرغاب ولسوالۍ تر سقوط وروسته امنیه قومندان له خپلو وسلوالو سره د دوی ولسوالۍ ته ور تښتېدلی دی.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي هم په خپله ټویټر پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره د مرغاب ولسوالۍ نیول تاييد کړي او زیاته کړې یې ده:
“تیره شپه د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ مرکز سمک او امنیه قومنداني د اسلامي امارت د مجاهدینو په لاس فتح شول د دښمن ګڼ عسکر پکې مړه او ژوبل شول او پاتې نور یې وتښتیدل، ګڼ مهمات، او وسلې هم د مجاهدینو لاس ته ورغلې.”



د مطلب کود: 216988

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216988/غور-مرغاب-ولسوالۍ-د-طالبانو-لاس-ته-لوېدلې

آوا
  https://www.avapress.com