دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 216867
د کابل ښار په ارزان قیمت سیمه کې د سړک د غاړې د ماین چاودنې په پایله کې دوه تنه ټپیان شوي دي. د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې دغه پیښه نن سهار(زمري ۲۶) د کابل ښار د دولسمې حوزې په ارزان قیمت سیمه کې رامنځته شوي ده. عیني شاهدان وایي چې په دغه چاودنه کې د ملې اردو یو موټر هدف ګرځول شوی دی. د شاهدانو پر وینا،په دې پیښه کې دوه تنه ټپیان شوي دي. د کابل پولیسو هم په دغه پیښه کې یوازي د دوه تنو ټپي کېدل تایید کړي او د هغوې د هویت په اړه یې مالومات وړاندې کړي نه دي. لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی
https://avapress.com/vdcfvvd0ew6dyca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته