د فرانسې بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې په دې اړه اندیښنه ښودلې او له افغان حکومته یې غوښتي چې د دغو خطرناکو بندیانو د خلاصون بهیر ودروي.
دا په داسې حال کې دي چې له دې څو ورځې وړاندې د استرالیا لومړي وزیر هم د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه غوښتي و چې افغانستان کې د دوی د سرتیرو د وژونکو طالبانو د خوشې کیدو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې دي چې د افغان سولې بهیر د پرمخ تللو او د بین الافغاني خبرو پيلیدو لپاره د دغو بندیانو خوشې کیدل یواځينی شرط بلل کیږي.
افغان دولت تر دې وړاندې د طالبانو څه باندې ۵۰۰۰ بندیان چې د افغان امنیتي ځواکونو او یو شمیر یې د عامو خلکو وژنو باندې تورن و، له بنده ازاد کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)