تیره شپه طالبانو پلان درلود، د پکتیکا ولایت د «اورګون» و لسوالۍ د«شیخانو» په سیمه کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو برید وکړي.
ملي دفاعي ځواکونو د دغه برید د مخنیوي لپاره پر وخت اقدام وکړ چې په پایله کې ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه مرګوني ټپی شوي دي. د دې ترڅنګ د طالبانو یو میل هاوان او یو میل دهشکه هم له منځه وړل شوی.سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)