داففان خبری آژانس د راپورونو له مخې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله د جون په ۲۹ مه انګلستان ته د درې ټېسټ او درې شل اوریزو سیالیو ترسره کولو په هدف تللې ده، چې اوس یې تمرینات هم پیل کړي دي.
ټاکل شوې ده چې د پاکستان او انګلستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټېسټ رسمي لوبې د روان کال اګسټ میاشتې په پنځمه نېټه پېل شي، خو د اوس لپاره د کرونا له کبله قرنطین ده او دجولای میاشتي په اوږدو کې به یوه څلور ورځنۍ تمریناتي لوبه هم له انګلستان سره ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان او انګلستان ترمنځ درې شل اوریزې او درې د ټېسټ لوبې به پرته له نندارچیانو ترسره شي.
د سپټمبر میاشت کې به د پاکستان او انګلستان ترمنځ یادې شپږې لوبې پای ته ورسي او بیا به پاکستان خپل هېواد ته ستنه شي.