د نړۍ په لروبر کې هېوادونه د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره لګول شوي بندیزونه ورو ورو کموي خو د وېروس د دویمې څپې وېرې هم ورسره ډېرې شوې دي. دا ځکه چې څو هېوادونو کې چې محدودیتونه کم شوي بیا پکې مثبتې پېښې ثبتې شوې دي. په ځینو هېوادونو کې خو چارواکي مجبوره شول بېرته بندیزونه اعلان کړي.