روغتیا وزارت نن سې شنبه جون نهمه (غبرګولې۲۰) ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۱۲۲۵ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۵۴۲ یې مثبت ثابت شوي دي.
په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۱۴۵۹ تنو ته لوړ شو.
د افغانستان روغتیا وزارت همدارنګه ویلي چې د تیرې شپې راپدېخوا په ۱۲ ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۸۰ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۶۵۱ تنو ته لوړ شو.
همدارنګه په تیره یوه شپه او ورځ کې په څلورو ولایتونو کابل، بلخ، پکتیا او غزني کې د کروناویروس له امله ۱۵ تنه هم مړه شوي دي.
د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.
په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نن سې شنبې تر غرمې جون نهمه (غبرګولې۲۰) پورې۴۰۶۶۱۵کسان مړه کړي او څه باندې ۷ میلیونه نور پرې اخته شوي دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)