دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 290231
ملا برادر له طبیعي پېښو سره د مبارزې په موخه له فوق العاده غونډې وروسته بغلان ته ولاړ
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په بغلان کې د وروستیو سیلابونو له قربانیانو سره د مرستې او د هغوی د ستونزو د حل په موخه د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته سفر کړی دی. 
افغان غږ خبری آژانس: د بغلان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس هدایت الله همدرد اعلان وکړ چې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ بغلان ته سفر کړی دی.

ويل کيږي چې ملا برادر د وروستيو سيلابونو له زيانمنو سره د مرستې او د هغوى د ستونزو د هواري په مقصد دغه ولايت ته سفر کړى دى.

په همدې حال کې د ملا برادر مطبوعاتي دفتر تېره شپه (د ثور ۲۲مه) په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون فوق العاده غونډه په هېواد کې د وروستیو سېلابونو د زیانونو او د بېړنیو مرستو د لېږلو په اړه جوړه شوه. 

ملابرادر وويل، افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې وګړي يې تر ډېره د طبيعي پېښو له امله زيانمن شوي، نو مسوولې ادارې مکلفې دي، چې د دغه ډول پېښو پر مهال له هېوادوالو سره د مرستې لپاره بشپړ چمتووالى ولري.

اسلامي امارت ویلي چې په دې غونډه کې په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونو کې له سیلاب ځپلو هیوادوالو سره د بیړنیو مرستو د رسولو، د ژغورنې، د مرستو جلب او جذب، روغتیا، درملنې، د ژغورنې کمېټې جوړې شوې. 

دا په داسي حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله ۳۰۰ تنه مړه او ژوبل شول او تر ۱۰۰۰ زیات د استوګنې کورونه ویجاړ شول.
https://avapress.com/vdcc1xqis2bqoi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته