افغان غږ خبری آژانس: دغه سازمان پرون (یکشنبه د ثور ۲۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په بغلان ولایت کې اوښتې دي.
د یونیسف د اعلامیې له مخې، دا احصایه لومړنۍ ده او ښايي لوړه شي.
یونیسف زیاته کړه چې د سختو بارانونو او سیلابونو په پایله کې په بغلان کې شاوخوا درې زره کورونه ویجاړ شوي، څاروي له منځه تللي، ښوونځي تړل شوي او کرنیزې ځمکې او روغتیايي مرکزونه ویجاړ شوي دي.
دغه سازمان وايي، بدخشان او تخار ولایتونه هم د سېلابونو له امله اغېزمن شوي او ویل شوي، چې په دغو دوو ولایتونو کې ۳۰۰ کورونه زیانمن شوي دي.
یونیسف ویلي، چې تر دې دمه له سیلاب ځپلو سره ۴۵۰ کورنۍ کڅوړې، ۵۰۰ د حفظ الصحې کڅوړې، د لویانو او ماشومانو لپاره ۴۷۶ کمپلې او ۱۰۰ کڅوړې جامې مرسته شوې ده.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې یوازې په بغلان ولایت کې د سېلاب له امله د مړو شمېر ۳۱۵ تنو ته رسېدلی او ۱۶۳۰ تنه ټپیان شوي دي.