دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۶
د مطلب کود : 211360
د حکیم الکوزي واکسین نیشه مواد دي

د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت معیین وحید مجروح چې یې د خبري کنفرانس ته خبرې کولې د حکیم الکوزي د واکسینو په اړه یې وویل چې زمونږ د لابراتوارونو دڅېړنو په پایلو کې ثابته شوه چې دا واکسین نه دي بلکې دا هغه توکي دي چې حکیم الکوزي پخپله جوړ کړي او د تریاک، موروفین او یو شمېر نورو موادو څخه ترکیب شوي توکي دي.
ده زیاته چې افغان حکومت هیڅکله هم نه غواړي تر څو داسې توکي پر ناروغانو د واکسین په ډول تطبیق شي.
دا په داسې حال کې دي چې حکیم الکوزي د څه مودې راهیسې دا مواد پر ناروغانو د کرونا ویروسي ناروغۍ د واکسینو او دوا په نامه خوړلي دي. خلکو هغه مهال په اعتراضونو لاس پورې کړ چې کله افغان حکومت د سبحان په نامه هغه کلنیک چېرته چې حکیم الکوزي دا مواد پر ناروغانو ویشل وتاړه، له دوی څخه یو شمېر ویل چې له یادو واکسینو سره روغ شوي دی.
 
https://avapress.com/vdciqzarut1azp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته