د کندوز ځینې اوسیدونکي هم د ولایتي شورا د غړیو لیدلورو ته ورته لیدلوري لري.
په دې ولایت کې سیمه اییز چارواکي هم مني چې د نا همغږۍ له امله د پروژو له کارونو څخه څارنه نه شي کولای.
د کندوز د پوهنې مشر د پروژو پلي کېدو په وړاندې ستونزې مني خو د ښوونځیو ودانیو جوړېدو په برخه کې د فساد شتون ردوي.
مرکزي حکومت د اقرا برنامې تر نامه لاندې د کندوزولایت کې د ١٠٠ بابه ښوونځیو جوړېدل په پام کې نیولي خو د دولت تر ولکې لاندې سیمو کې بیا هېڅ ښوونځی جوړ شوی نه دي.
د طالبانو تر ولکې لاندې د پنځوس بابه ښوونځیو ودانۍ کارونه تکمیل شوي دي.
اوس مهال هم ډېر زده کوونکي له سر پناه پرته د شنه آسمان لاندې درسونه وایي.
هغه زده کوونکي چې ټولګي او په ښوونځي کې ودانۍ نه لري، د ژمي د سړې هوا او د اوړي له ګرمې هوا څخه سخت ځوریږي او له دې کبله خپل درسونه په ښه توګه نه شي ویلی
زیات شمېر زده کوونکي چې په ښوونځیو کې ورته آسانتیاوې نه لري، ډېر کله ښوونځي ته تګ ته زړه نه ښه کوي، ځکه د دوی پر وینا د ناستې لپاره ټولګي نه لري او په ځینو سیمو کې ان زده کوونکي د کېناستلو لپاره فرشونه هم نه لري.
تېر کال د پوهنې وزارت ټول پوښتنه وکړه او د زده کوونکو د اړتیا سره سمې یې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
د پوهنې وزارت غواړي د راتلونکو کلونو لپاره د ښوونځیو په نصاب کې بدلون راوړي چې دا بدلونونه به تر ډېره د زده کوونکو د کورنیو او زده کوونکو پر غوښتنو او اړتیاوو ولاړې وي.
د پوهنې وزارت د زده کوونکو لپاره په راتلونکو کلونو کې د اړتیا وړ ټولو سهولتونو برابرولو ژمنه کړې.