قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د قطر د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر په کوربتوب دا ډله او امریکايي لوری د سولې تړون پر بشپړ پلي کولو وغږېدل.
د سهیل شاهین په خبره، د طالبانو د قطر دفتر مشر او د دې ډلې مرستیال مشر ملا بردار اخوند په مشرۍ د دوی مرکچي پلاوي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له مشر جنرال سکاټ مېلر سره دوحه کې پرون دا خبرې درلودې: