دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 206852
محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د جمهوري ریاست عالي مقام د دوو جلا حکمونو پر اساس، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکه.
د هیواد جمهوررئیس د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې حکم پر اساس، محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکه او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.

محمد حنیف اتمر د هیواد له مطرح او اغېزناکو سیاسي شخصیتونو دی، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د کلیو پراختیا وزیر، د پوهنې وزیر، کورنیو چارو وزیر او په وروستیو کې یې د ملي امنیت سلاکار په توګه کار کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.net/vdciwqarrt1auv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته