تېره ورځ ( دوشنبه وري ۱۱ ) د بامیان ولایت مرکز دشت عیسی سیمه کې د ابراهیم په نوم ځوان هغه پېغله وژلې چې ویل کېږي دې ورسره مینه درلوده.
صفورا ایلخاني د بامیان ولایت د ولسي جرګې پخوانۍ غړې خامه پړس ته وویل چې دغه نجلۍ صابره نومېده، او د بامیان ولایت د د زدکرې کتابتون مسؤله وه، چې د خپل د ماما زوی لخوا وژل شوې ده.
د نوموړې په خبره ابراهیم نومي له صابرې سره چې د عمه لوړ یې کېده، مینه درلوده، خو نجلې ابراهیم سره مینه نه کوله، ځکه خو یې وژلې ده.
ابراهیم د خپلې معشوقې تر وژل کېدو وروسته د خپل ځان وژنې هڅه هم کړې، چې دا مهال د بامیان ولایتي روغتون کې د درملنې لاندې دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)