دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 205258
په پېښور کې د پښتنو قامي جرګې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې بهرنۍ لاسوهنې بندې شي او ټولې خواوې دې د نړیوالو قانونو په رڼا کې د افغانستان د خپلواکۍ درناوی وکړي.

دا جرګه په باچا خان مرکز کې د عوامي نشنل ګوند په بلنه نن سې شنبه جوړه شوې وه او د سیمې حالات او په پاکستان کې د پښتنو ستونزې په کې وڅېړل شوې.
دې جرګه کې قومي وطن ګوند،پښتونخوا ملي عوامي پارټي، پښتون ژغورنې غورځنګ، عوامي ګوند، پيپلز ګوند، مسلم لیګ ( ن ) او جمعیت علمای اسلام ګوندونو برخه اخستې وه.
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان چې د اعلامیې غټ ټکي یې خبریالانو ته بیانول د افغانستان او پاکستان ترمنځ ( بدګمانیو) ته په اشارې سره وویل که دا بدګمانۍ ختمې نه شي نو پایلې به یې ډېرې ناوړه وي.
 
https://avapress.com/vdchmmni623nvid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته