دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 205257
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د روان سیاسي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او دا یې د د افغانانو پر وړاندې د امریکا د سیاست او سپک چلن پایله بللې ده.

نوموړي   په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د ولسمشرۍ د لوړې موازي مراسمو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ اعلامیه د همدې سپک چلن ثبوت دی.
د امريکا حکومت تېره شپه ویلي وو، په افغانستان کې د يوه موازي حکومت د جوړيدو او د سياسي لانجو د هوارۍ لپاره د زور کارونې کلک مخالف دي.
خو پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، که امریکا په رښتیا هم د افغانستان د روان سیاسي بحران حل غوښتلی نو د لوړې مراسمو ترسره کېدو نه مخکې به یې یوه رغنده ګام اخیستی وای او د تفرقې او سیاسي بې ثباتۍ مخه به یې نیولې وای.
ښاغلي کرزي ویلي، له تېرو څو میاشتو راهیسې یې له امریکایي چارواکو سره په ناستو کې پر دې خبره ژوره اندېښنه ښودلې چې امریکا د افغان ټاکنو او د سولې د بهیر په اړه له صداقته کار نه اخلي.
ښاغلي کرزي ویلي، افغانان باید د هغو بهرنیو دسیسو پر وړاندې چې د هېواد سلامتیا یې ګواښي او سیاسي بې ثباتي رامنځته کوي، یو موټی شي.
 
https://avapress.com/vdcgnn9xuak9zx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته