هغوئ ځينې ادارې په فساد تورني کړې او زیاته یې کړه، چي د سمون په موخه به یې په مرکزي سطحه کار وکړي.
په کندهار پریس کلب کي د کندهار څخه په ولسي جرګه کي د دې ولایت دريو تنو استازو ولس ته د حساب ورکولو په موخه خبري کنفرانس ورکړ، چي پر مهال یې د خپلو لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندي کړه.
وکیلانو وویل چي د ژمنیو رخصتیو څخه په استفاده یې د کندهارمعارف، محبس، قضايي، مالي او روغتیايي ادارو څخه لیدنه کړې، چي پر مهال یې ځیني ستونزي پرهغه ځای حل کړي د ځینو د حل ژمنه ترلاسه کړې او پاته به یې په مرکز کابل کي د وزارتونو سره حل کړي.
هغوئ زیاته کړه، چي تر دا مهال یې د ۴۰۰ بندیانو لپاره د محاکيمو څخه برائت اخیستي د میرویس روغتون د بسترونو زیاتېدو او عینومیني پر درې سوه بستریز روغتونو باندي د لا کار کولو په موخه کارونه روان کړي.
ګل احمد کمین ، ملالي اسحاقزي او سیداحمد خادم وویل، چي د کندهار د پرمختيايي بودجې د زياتېدو لپاره مبارزه وکړل او د بودجې مطابق د منظور سوو پروژو سربېره ئې اتلس نوري پرمختیايي پروژې هم منظور کړي.
د ولسي جرګې دغو دريو تنو وکیلانو وویل،چي د کندهار په څو ادارو معارف، روغتیا، مستوفیت، ګمرک او امنیتي ادارو کي فساد په پراخه پېمانه وجود لري.
دا په داسی حال کي ده، چي له دې وړاندي کندهار اوسېدونکو ویل په ولسي جرګه د کندهار استازو د دوئ لپاره هیڅ هم نه دي کړي، خو وکیلان وايي چي هر وخت ولس ته د حساب ورکولو لپاره چمتو دي.