افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-بامیان: غلام نبی قنبری د بامیان ولایت عامه ګټو ریاست اداری آمر
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ته وویل: د سختو واورو اورېدو له امله د د کوتل شاطو سړک، کوتل قوناق، پنجاب-پل بند شوی لاره، پنجاب-آبقول کرمان، آقرباط کوتل او آجیګک کوتل لاره همدارنګه د ترافیک په وړاندی بند دی او اوس هم واوره اورېدنه جریان لری.
ښاغلی قنبری زیاتوی: ځینی مسافرین چی تیره شپه د پنجاب ولسوالی تسمه قول په سیمه کې بند پاته وو هم ژغورل شوی او کلیو کې ځای پرځای شوی دی.
ددی اداری مسئولینو په وینا ځينی لاری یوځل پاک کاری شوی خو طوفان شدت ددی لامل شوی ترڅو ځینی لاری بېرته بند شی.
په دی حال کې واوری پاکولو ځینی مسئولین وایی چی تراوسه د پنځو څخه ډیر برفکوچ د پنجاب-ورس ترمنځ د غرغری دره په سیمه کې ریزش کړی دی.