دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۰۹
د مطلب کود : 201053
طالبان په غزنی کې د ښوونځیو جوړېدو مخه نیسی  
د غزنی معارف رئیس وایی چی مسلح طالبان ددی ولایت په بېلابیلو سیمو کې د ښوونځیو جوړېدو مخه نیسی. د هغه په وینا طالبان ادعا لری چی د دولت له لوری مدرسو تر برید لاندی راتللو په دلیل، موږ د ښوونځیو جوړېدو مخه نیسو.  

افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری- غزنی: محب الرحمن انصار؛ د غزنی معارف رئیس افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل: مسلح طالبان خپل اداری او هغه سیمو کې چی نفوذ هم لری، د ښوونځیو جوړېدو مخه نیسی.
 
انصار زیاته کړه چی همدا اوس د ۸۵ ښوونځیو جوړېدو بودجه شته او سروی هم ترسره شوی دی؛ خو د طالبانو مخالفت له امله ددی ښوونځیو جوړېدل ځنډیدلی دی.
 
د غزنی معارف رئیس د طالبانو دا دلیل په اړه ویلی دی چی موږ ځینی سیمه ییز قوماندانانو سره یی اړېکه نیولی او ښوونځیو جوړېدو په وړاندی هغوی نه مخالفت غوښتونکې شوی یو، خو سیمه ییز قوماندانان د هغوی والی په ګډون د غزنی ولایت لپاره په جواب کې ویلی دی چی کویته شورا لوری اجازه نه ورکوی چی غزنی کې ښوونځی رامنځته شی.
 
ددی سیمه ییز مقام په وینا، طالبان دا ادعا لری چی موږ د ښوونځیو جوړېدو مخه ځکه نیسو چی مدرسی د امنیتی ځواکونو له لوری بمباری کیږی.
 
 
https://avapress.com/vdcgnq9xwak9zz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته