هغوی نن کریم خلیلی په کور کې یو ناسته کې په مشترک بیانیه کې ویلی دی: په مشترک توګه د تقلب په وړاندی دریږی او که کمیسیون خپل قانونی لاری ته ونه ګرځي نو ټاکېدونکې تصمیم به واخلی.
د دا درو ټاکنیزو دستو مشترک بیانیه متن په لاندی ډول دی: سیاسی ګوندونو مشران او د ثبات او همپالنې، سولې او اسلامی عدالت، امنیت او عدالت ټاکنیز ټمیونه خپل مخکنۍ اعلان شوی مواضعو باندی ټینګار ترڅنګ، د دوو اساسی موضوع په اړه یعنی سوله او ټاکنو په اړه بحث کړی او په لاندی برخو کې سره توافق ته رسیدلی دی.
۱-سیاسی رهبران او ټاکنیز ټکټونه تعهد کړي چی د ټاکنیز پراخ تقلب په وړاندی په مشترک او هماهنګ توګه دریږی او که کمیسیون د قانون احکام لاری او ټاکنیز طرزالعملونو ته بېرته ونه ګرځی، هرډول هڅه د تقلبی حکومت حاکم کولو لپاره به ناکام کړی او د خلګو حقیقی اراده بېرته راګرځولو لپاره تصمیم نیسی.
۲-سیاسی رهبران او ټاکنیز ټيمونه ټینګار کړي چی امنیتی او دفاعی شجاع ځواکونه خپل پوره بی طرفی ټاکنیز منازعاتو کې وساتی.
۳-سیاسی رهبران او ټاکنیز ټیمونه د بین المللی ټولنې څخه غواړی چی خپل بی طرفی وساتی او د شفافیت او تقلب په منازعه کې د شفافیت او افغانستان خلګو حقیقی اراده لوری ونیسی.
۴-سیاسی رهبران او ټاکنیز ټکټونه حاضر په دی ناسته کې، د طالبانو سره سولې مذاکراتو باندی ټينګار کوی چی سوله د افغانستان خلګو اساسی او اصلی اړتیا ده. له دی لوری، د سولې څخه هر اړخیز ملاتړ ترڅنګ، توافق کړی دی چی دا ملی پروسه د یو کس انحصار څخه ووځی.
۵-سیاسی رهبران ټینګار کړی دی چی سیاسی جریانونو او ګوندونو، ټاکنیز ټکټونو او ملی شخصیتونو مشورتونو سلسله دی د ټاکنو او سولې په اړه دوام وکړی.