هرات کې امنیتی مسوولین وایی چی د طالبانو دری تنه کلیدی قوماندانان ددی ولایت زاول ولسوالی کې د خاص قطعاتو په عملیات کې ووژل شو.
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-هرات: جیلانی فرهاد د هرات والی ویاند
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی د طالبانو دری مطرح او کلیدی قوماندانان د زاول په ولسوالی کې وژل شوی دی.
هغه زیاته کړی دی چی دا عملیات تیره ورځ ترسره شوی چی په ترڅ کې یی ملاشیرګل ملکی ولسوال، حافظ زبیر ددی ډلې نظامی مسئول او حافظ طلحه ددی ډلې استخباراتی مسوول په زاول ولسوالی کې د یو بل تن سره وژل شوی دی. د زاول ولسوالی د هرات ناامنو سیمو څخه دی چی طالبان په کې فعالیت لری.