دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 195221
افغان ځواکونو د پکتیا د محکمې د قاضیانو قاتل طالب قومندان له ۴ ساتونکو سره وواژه
د ملي دفاع وزارت وايي، په لوګر کې د پکتیا د استیناف محکمې د وژل شویو دریو قاضیانو او یو کارمند قاتل طالب یې په هوايي برید کې وژلی دی.
 دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې تاند ته لیکلي چې ځواکونو یې تېره شپه د لوګر محمداغې کې هوايي عملیات کړي او د دغو قاضیانو قاتل طالب قومندان ویس الدین یې له څلورو نورو ساتونکو سره یو ځای وژلی دی.
 طالبانو  په محمداغې ولسوالۍ کې د پکتیا د استیناف محکمې درې قاضیان او د محکمې یو کارمند په کمیني برید کې وواژه.
 په دې برید کې د اورژبي لیکوال نعمان دوست ورور د جزايي دیوان رئيس قاضي نورالله، د پکتیا ددیوان جزا غړی زین الله، د پکتیا د امنیت عامه دیوان غړی قاضي محمد ایمل او پر ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي دیوان اجرائیه مامور سید کبیر د طالبانو لخوا ووژل شول.
  دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې امنیتي ځواکونو په کندهار کې هم د خپلې لور په وړاندې وژل شوي د ملي ځواکونو د پخواني کارمند قاتل هم له پېښې یوه ورځ وروسته وواژه.
 
https://avapress.com/vdcf0tdyyw6d10a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته