هغه زیاته کړه: علیپور داسی اقدامات ترسره کړي چی حکومت مجبور کړی دی چی د هغه په اړه تصمیم ونیسی او ددی کس موضوع د ولسمشر غنی سره شریک شوی دی.
یمین زیاته کړه: خلګ او سیمی مشرانو سره مو خبری درلودلي ترڅو مسلح کسان د حکومت په چارچوب کې فعالیت وکړی بغیر له دی مرکزی دولت به په دی اړه تصمیم ونیسی، ځکه دا کسان د یاغی په حیث بلل کیږی.
د میدان وردک والی د کابل-بامیان لویه لاره امنیت په اړه
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل: ددی لاری مشکلات د قومی تعصباتو له امله رامنځته شوی ځکه چی جلریز ولسوالی کې ډير قومونه لکه پشتون، هزاره، تاجیک او سادات ژوند کوی چی د سیاه خاک په ځینو برخو کې عليپور کسان د پشتانه په وړاندی لاس په اقداماتو وهی چی دا موضوع د مشکلاتو رامنځته کېدو لامل شوی دی.
یمین د معارف وضعیت په دی ولایت کې ښه بللی دی او وایی: په دی ولایت کې ټول ۴۶۴ ښوونځی فعال دی او زده کوونکې درسونو باندی مصروف دی.