د خارجه چارو وزارت د یو اعلامیه په خپرولو سره ویلی دی چی د افغانستان ریاست جمهوری عالی مقام په هدایت او د (۱۹۹۰ مورخ ۱۳۹۸/۸/۷ ) شمیری حکم په اساس، ادریس زمان د افغانستان خارجه چارو وزارت سیاسی معین د نوی وزیر تر ټاکل کېدو پوری به ددی وزارت سرپرستی کوی.
یادولو وړ دی چی صلاح الدین ربانی د هیواد خارجه چارو وزیر تیره اونۍ خپل استعفا غوښتنه ولسمشر غنی ته ارائه کړي وو او دا غوښتنه د ولسمشر له لوری قبول شوی وو.
ښاغلی ربانی د ملی وحدت حکومت د رامنځته کېدو راهیسی د اشرف غنی په مشری، د ۵ کالو لپاره خارجه چارو وزارت کې دنده ترسره کړ.