د روسیا الیوم په ګزارش د افغان خبری اژانس له مخی، ولادیمیر پوتین، د روسیه ولسمشر سبا دوشنبه د سلمان بن عبدالعزیز عربستان پادشاه او محمد بن سلمان، ددی هیواد ولیعهد سره لیدنې او څو توافقنامو امضا، انرژی په برخه کې د دوه اړخیزه همکاری څیړلو، صنعت او همدارنګه نظامی همکاریو په مقصد ریاض ته سفر کوی او دا سفر سه شنبه تر سهار پوری پای ته رسیږی.
روسیه ولسمشر د لومړۍ ځل لپاره د ۱۲ کالو ورورسته عربستان ته ځی.
مخکې یوری اوشاکوف، روسیه ولسمشر دستیار اعلان کړی وو چی نږدی ۳۰ سنده لکه اقتصادی او تجاری توافقنامی د امضا کولو لپاره آماده دی او روسیه مستقیم سرمایه ګذاریو صندوق رئیس اعلان کړ چی دا صندوق ددی سفر په لړ کې د دوو میلیاردو دالرو په اندازه توافقات به امضا کړی.