د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، فاریاب ولایت کې پولیس قوماندانی مطبوعاتی دفتر نن پنجشنبه د میزان په ۱۱ نیټه د یو خبرپاڼې په خپرولو سره په دی اړه ویلی دی، مسلح طالبان د یو ۲۰ لیتره ماین بشکه په واسطه ۲۵ کیلوګرام چاودیدونکې توکی ترکمنستان وارداتی ۵۰۰ کیلو وات وارداتی بریښنا تخریب لپاره د خان چهارباغ ولسوالی په مربوطه کې ځای پرځای کړی چی د پولیس ځواکونو هڅو په ترڅ کې کشف او خنثی کړل شو.