د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې نن هم مذاکرات دوام کوي.
ښاغلي شاهین وایي:
وروستي توافق ته نږدې شوي یو. هیله ده ژر به خپل مسلمان او خپلواکي غوښتونکي ولس ته ښه زیری ولرو.
تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې طالبان او امریکايی استازي د سولې خبرو کې د خپلمنځي هوکړې پر متن سره سلا شوي دي.