د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، غزنی ملی امنیت ریاست د یو بیانیه په خپرولو سره اعلان کړ چی ۵ تنه پولیس ځواکونه چی یو کال مخکې دوه کوچیان د یو میلیون او ۳۰۰ زره کالدار سره تښتولي وو او وروسته په قتل رسولی وو، نیولی دی.
د اعلامیه په اساس دا کسان خپل جرم باندی اعتراف کړی دی.
یادولو وړ دی چی د دوو تنو وژل شویو کوچیانو جسدونه د غزنی ښار جاندرمه کندک شا څخه پیدا شوی او هغوی خپلوانو ته تدفین لپاره تسلیم شوی دی.