د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، یو عراده موټر فلانکوچ ډوله د دایکندی ولایت مرکز ولسوالی شیش کلۍ کې د سړک څخه منحرف شوی او په دی پيښه کې څلور تنه مسافرین وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوی دی.
رحمت الله ابراهیمی د دایکندی ولایت ترافیک مدیر ددی پيښی تائید ترڅنګ وایی دا موټر د ولایت مرکز څخه د مرکز ولسوالی شیش کلۍ لوری ته حرکت کې وو چی پيښه رامنځته شوه.
هغه ددی پیښی دلیل د سړکونو خرابی او د موټر چلوونکې بی احتیاطی بللی دی.