فریدون انیق، د جوزجان والی ویاند د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل: دا نښته نن ورځی ۴ بجی سهار پوری ادامه درلود چی په ترڅ کې یی ۹ تنه امنیتی ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکړي او ۷ تنه نور ټپیان شوی دی.
همدارنګه په دی نښته کې ۱۲ تنه طالبان هم وژل شوی او ټپیان شوی دی او بلاخره د سیمی څخه شاتګ ته اړ شوی دی.
د فریدون انیق په وینا، مرستندویه ځواکونه سیمی ته رسیدلی او اوس امنیتی وضعیت په دی سیمه کې د دولت ترکنترول لاندی دی.
دا په داسی حال کې دی چی طالبان د یو خبرپاڼي په خپرولو سره وایی چی اسلامی امارت مجاهدین د الفتح سریع عملیات په جریان کې، د فیض آباد ولسوالی کوکلداش سیمه کې د دشمن پر یو پوستی باندی برید کړی دی.
تیره شپه برید ترسره شوی چی له امله یی پوسته په پوره توګه فتحه او د پوسته ظالم قوماندان د باز محمد په نامه ۱۰ تنه پولیس او اربکی وژل شوی او ۷ تنه نور ټپیان شوی دی.
په همدی حال کې د جوزجان ولایت فیض آباد ولسوال تائید کړی دی چی قوماندان باز محمد د طالبانو سره تیره شپی نښته کې د ۱۱ تنو کسانو سره چی تر امر لاندی یی وو، وژل شوی دی.