جانبس چې نن (شنبې د وږي په دویمه) مزارشریف ته تللی، بلخ کې د طلوع نیوز له خبریال سره په مرکه کې ویلي چې سوله او ټاکنې دواړه مهم دي؛ خو سوله له ټاکنو مهمه ده، ځکه چې د هغه په وینا سوله د افغان وګړو غوښتنه ده.
د امریکا سفیر زیاتوي کهچېرې د سولې په خبرو کې ستونزه رامنځته شي باید ولسمشرۍ ټاکنې په خپل وخت ترسره شي.
هغه زیاتوي:«دواړه سوله او ټاکنې مهمې دي خو سوله مهم او لوی لومړیتوب دی، د دې لپاره چې د افغانانو غوښتنه سوله ده، خلک د سولې غوښتونکي دي، موږ په دوامداره توګه په دې برخه کې کار کوو او خپلو همکاریو ته دوام ورکوو.»
ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکې او طالبانو ترمنځ خبرې نهم پړاو ته رسېدلي او ته ده دواړه لوري په څو راتلوونکو ورځو کې هوکړهلیک لاسلیک کړي.
له دغو خبرو خبرې سرچینې وايي چې ټاکل شوې چې د امریکې او طالبانو د خبرو له پای وروسته د افغانانو ترمنځ خبرې هم په اسلو کې پيل شي.
په یوه وخت د سولې هڅې او د ولسمشرۍ ټاکنو ترسراوي، ځينې اندېښنې رامنځته کړې چې ولسمشرۍ ټاکنې د درېیم ځل لپاره ونه ځنډوي. دا اندېښنې تر ډېره له هغې سرمنشه اخلي چې کارپوهان د طالبانو او امریکې ترمنځ خبرو په پایله کې افغانستان کې د لنډمهاله حکومت له احتماله خبر ورکوي.
د سولې په خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د طالبانو یو بنسټيز شرط دی - هغه شرط چې کابل کې د امریکا سفیر د هغه په اړه داسې ځواب ورکوي:«که طالبان په عمل کې ثابته کړي چې نور نو افغانستان د امریکا لپاره ګواښ نه دی د دې هېواد ځواکونه به له افغانستانه ووځي، خو دوی باید ډاډمن شي چې نور دا ګواښ نشته.»
له بلخوا د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر وايي د سولې خبرې، د ټاکنو ترسره کېدل او د امنیت ټینګښت د امریکا له سفیر سره د هغه د خبرو اصلي موضوع ګانې وې.
د امریکا سفیر په داسې حال کې مزارشریف ته تللی چې د هیواد په شمال په تېره بیا بلخ ولایت کې ناامني زیاته شوې او داسې اندېښنې شته چې د ناامنیو له امله به خلک په پراخه توګه په انتخاباتو کې ګډونه ونهشي کړای.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)