دفاع وزارت وایي، په میدان وردګو ولایت کې یې د نرخ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د سرې قطعې قومندان مولوي حامد چې په محمدي مشهور دی وژلی دی.
د خبر پاڼې له قوله دغه طالب قومندان په یوه هوایي برید کې وژل شوي دي. د دفاع وزات په خبر پاڼه کې ویل شوي،:” د یوي هوایي هدفمندي حملې پایله کې مولوي حامد مشهور په محمدي د طالبانو د سرې قطعې قومندان ووژل شو”.