د امریکا استخباراتي چارواکي وایي، د القاعده شبکې د بنسټګر او وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن مړ شوی دی.
د امریکااستخباراتي ادارې یوازې د حمزه بن لادن د مرګ خبر ورکړی خو د هغه د مړینې د ځای او نېټې په اړه یې هېڅ معلومات نه دي ورکړي.
داسي ویل کېږي چې حمزه بن لادن د خپل پلار له وژل کېدو وروسته د القاعدې شبکې مشري کوله په سیمه او نړۍ کې یې وګړي د امریکا پر ضد پاڅون ته هڅول.
د امریکا استخباراتی ادارې له لوري په تېره فبرورۍ میاشت کې د حمزه بن لادن د ځای په اړه معلومات ورکونکي ته یو میلیون ډالر جایزه اعلان شوې وه.
تر دې وړاندې۳۰ کلن حمزه پر امریکا او نورو هېوادونو د بریدونو په اړه ځینې غږیز او وېډیويي پیغامونه هم خپاره کړي دي. حمزه بن لادن له جهادیانو غوښتي وو چې د خپل پلار غچ له امریکا واخلي.